rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجر...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائيوي کميټې ناسته ترسره شوه.

1403-11-23


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائيوي کميټې ناسته د شرکت اجرائيوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظيم په مشرۍ، د اجرائيوي کميټې د غړو، او د شرکت د مرکزي رئيسانو او آمرينو په شتون کې ترسره شوه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائيوي رئيس

ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظيم د ناستې هدف د ادارې او مشترکينو د ستونزو حل، او د تمویل کوونکو له خوا د پلي شویو اوبو رسولو پروژو په سپارلو کې یې د شفافیت په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

په یاده غونډه کې د اجرائيوي کميټې محترمو غړو په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، د اړتیاوو د تنظیم او نورم د تنظيم په موخه او د اړینو وسایلو او توکو د تدارک او قیمت د څرنګوالي په منظور دوه کمېټې جوړې شوې، او همدارنګه د شرکت د مالي، پورونو او غوښتنو په اړه د شرکت د رئیس له لوري هر اړخیزې پرېکړې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.