rtl
1403-12-01
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مدیره
پلاوي غونډه د دغه شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي نعیم الدین عمر په مشرۍ او د
اوبو رسولو شرکت اجرایوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د مدیره پلاوي غړو او
د اوبو رسولو شرکت مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون د اوبو رسولو شرکت په مقر کې
ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د قران کریم څو مبارکو ایتونو
په تلاوت سره یې پیل وموند، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرایوي رئیس
ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم ګډونوالو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ، په اجنډا کې شامل
موضوعات په تفصیلي بڼه تشرېح او د شرکت د اقتصاد لوړاوي بنسټیزې لارې یې په ګوته کړې.
د ناستې په دوام د شرکت مدیره پلاوي رئیس او غړو
د بازار موندنې پلان، د شرکت سوداګریز پلان، د اوبو تعرفې په پرتله د عملیاتي چارو
د لګښت لوړوالي او د اوبو رسولو او فاضلابو مدیریت د پروژو په پلي کولو بحث او خپل
اندونه وړاندې کړل چې په پای کې د شرکت مدیره پلاوي رئیس او د دغه پلاوي غړو له
لورې د وړاندې شویو مواردو په نظر کې نیولو سره وروستۍ پرېکړې نیولو تر څنګ اړینې
لارښوونې وشوې.