rtl
1404-01-29
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي
غلام الرحمن «کظیم» د فاضله اوبو د چارو رئیس ښاغلي فایق الله جمال په ملتیا په
جلال آباد ښار کې د فاضله اوبو د تصفیه خونو د جوړولو په اړه د ننګرهار ولایت د
والي ښاغلي ملا محمد نعیم آخند سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئيس د اوبو
رسولو د پروژو د جوړولو او په جلال آباد ښار کې د فاضله اوبو د تصفیه خونو د جوړولو
په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، او د ولایت محترم مقام څخه یې په دغه برخه کې د ځانګړې
مرستې غوښتنه وکړه.
د ولایت مقام سره د ناستې وروسته د شرکت اجرائیوي رئیس د ننګرهار د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د زون څخه هم لیدنه وکړه.
د ننګرهار د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست رئیس ښاغلي یارمحمد
محمدي د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ د څښاک پاکو اوبو ته د دغه زون د اوسیدونکو د اړتیا
په اړه خبري وکړي، او د شرکت د رهبری مقام څخه يې غوښتنه وکړه تر څو د دغه زون اوسیدونکو
ته د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې جدي پام وکړي.
په دوام یې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د اوبو رسولو
، د تولید او ویش پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل، او ژمنه ېې وکړه چې په نیږدي
راتلونکې به په ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو، تولید او پراختیا پروژو باندې کار
شروع کړي.
په پای کې د شرکت اجرائیوي رئیس د کاري راپورونو او ستونزو د اوریدو
سربیره، د ستونزو د لري کولو او د کاري پروسو د ګړندي کولو په اړه لازمي لارښووني
وکړي.