rtl
1404-02-02
د اقتصادي ودې، اوبو
رسولو چوپړتیاوو پراختیا، د فاضلابو د چارو مدیریت او په دې برخه د پانګه والو د هڅولو
په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کې د خصوصي مشارکت غونډه ترسره
شوه.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
د خصوصي او عامه مشارکت رئیس ښاغلي احمد ادریس علیزي په یاده ناسته کې د امارتي
شرکتونو لوی ریاست موخې، د پلی کولو څرنګوالي، او د پانګه والو هڅونې او اسانتیاوو
په برخه کې د دې شرکت د رول په اړه معلومات وړاندې کړل، او د اوبو رسولو شرکت له
مقام څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د عامه او خصوصي مشارکت له طرحې او برنامې څخه
د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه: په ډیرو ښارونو او ځانګړي توګه په پنجشیر، غزني، قلات او
بدخشان کې د اوبو رسولو پروژې، او همدا رنګه د هیواد په ټولو ښارونو کې د فاضلابو
د چارو مدیریت په برخه کې د تصفیه خونو جوړول او د اوبو رسولو شرکت له املاکو څخه ګټه
اخیستنه، هغه غوره فرصتونه دي چې د دې برنامې له لارې د پلی کولو په صورت کې به
پانګه وال زیاته کټه حاصله کړي.
د ناستې په پای کې پریکړه
وشوه چې د ټولو هغو پروژو لیست؛ چې د عامه او خصوصي مشارکت د برنامې لپاره د شریکولو
وړ دي؛ ترتیب او د راتلونکو اړینو کړنو او اعلان لپاره د عامه او خصوصي مشارکت ریاست
ته وسپارل شي.