rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته ترسره شوه.

1404-02-05


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته د ښاغلي قاضي نعیم الدین عمر په مشرۍ او د اقتصاد او د ښار او کور جوړولو وزارتونو څخه د شرکت د مدیره پلاوي د غړو په حضور کې ترسره شوه.

په پیل کې د مالیې وزارت استازی او د شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي قاضي نعیم الدین عمر د اوبو رسولو شرکت د پروخت کړنو او په ځانګړي توګه د مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلان چمتو کولو څخه د مننې ترڅنګ ځینې پوښتنې مطرح کړې چې مسؤلینو يې ځواب ورکړ.

ورپسې، د شرکت  مالي او حسابي رئیس ښاغلي ضیاءالحق همتي، د ۱۴۰۴ کال مالي پلان د یو پرزنټېشن له لارې د مدیره پلاوي محترمو غړو ته وړاندې کړ، چې له هر اړخیزو بحثونو او خبرو اترو وروسته د یادو غړو له خوا تأیید شو.

په دوام يې د شرکت تجارتي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالمتین مطمئن او د تدارکاتو آمر ښاغلي سردار ولي عثمان د اوبو رسولو امارتي شرکت تجارتي او تدارکاتي پلانونه د بیلا بیلو پرزنټشنونو له لارې د پلاوي غړو ته وړاندې کړل او د شرکت د مدیره پلاوي له لورې تائید شول.

همداراز په دې ناسته کې د متفرقه موضوعګانو لکه د اوبو رسولو شرکت ملکیتونو او قراردادیانو په اړه بحث او د نظرونو تبادلې ترڅنګ د مدیره پلاوي له لورې اړین تصمیمونه ونیول شول.