rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



په مرکز او ولایتونو کې د سروی، ډیزاینر او مهندس انجنیرانو د 8 بستونو رقابتي آزموېنه واخستل شوه.

1404-02-09


د وړ او تجربه لرونکو کسانو د ټاکلو په موخه د اوبو رسولو امارتي شرکت د ټاکل شوې کمیټې تر نظارت لاندې د په شفاف ډول رقابتي آزموېنه ترسره شوه.

په دې تحریري آزموینه کې په کابل، مزار شریف، کندهار او نیمروز کې د ډیزاین انجنیر 5 بستونو؛ په کابل او هرات کې د فاضلابو د چارو د سروی انجنیر 2 بستونو او په کابل کې د مهندس انجنیر یو بست لپاره له 40 څخه ډیرو د شرایطو وړ اشخاصو ترمنځ رقابتي آزمیونه ترسره شوه.

د یادولو وړ ده چې له تحريري او تقریري آزموېنې وروسته به د دوي 8 تنه و ړتیا پر بنسټ په یادو شویو بستونو کې په دنده و ګمارل شي.