rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د زرنج ښار اوبو رسولو ریاست د کارکوونکو ارزو...



د زرنج ښار اوبو رسولو ریاست د کارکوونکو ارزونه

1404-02-08


یونۍ 29 شوال 1446

د زرنج ښار اوبو رسولو ریاست د کارکوونکو د 1403 هجري لمریز کال ارزونه د شرکت اداري رئیس ښاغلي شیخ سمیع الله نورستاني تر نظارت لاندې د ارزونې د ټاکل شوې کمیټې له لورې پیل شوه.

په پيل کې ښاغلي شیخ سمیع الله نورستاني د ارزونې پروسې د اهمیت په اړه وغږید او زیاته یې کړه: د کارکوونکو هڅې، ستړیاوې او مثبتې کړنې باید له پامه ونه غورځول شي، او دا پروسه د کارکوونکي د سهل انګارۍ او مسؤلیت نه منلو یواځینۍ حل لاره ده.

د شرکت اداري رئیس په ادارو کې مجازات او مکافات یو اصل وباله او څرګنده يې کړه: زمونږ هڅه حق حقدار ته رسول دي، او ان شاء الله چې یاد مسؤلیت به پوره صداقت او په بې پرې توب سرته رسوو.