rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت او د سره صلیب ترمنځ ...



د اوبو رسولو امارتي شرکت او د سره صلیب ترمنځ د همغږۍ د تفاهم لیک د نهائي کولو ناسته ترسره شوه.

1404-02-12


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مرستو د مؤثریت او لا مثمریت په موخه د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازو سره ناسته ترسره کړه.

ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د سره صلیب کمېټې له دوامداره مرستو څخه د مننې ترڅنګ په مرکز او ولایتونو کې د اوبو رسولو هغو پروژو په اړه چې تر کار لاندې معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه: د نورو مرستو سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستي زمونږ په لومړیتوب کې قرار لري چې د اړتیا په صورت کې به په شفاف ډول د اوبو رسولو ټولو زونونو ته په اختیار کې ورکړل شي.

د شرکت اجرائیوي رئیس زیاته کړه: د اوبو رسولو پروژې په آزمویل شویو نړیوالو معیارونو پلی کیږي. زمونږ تمرکز د امکاناتو په ښه کارولو، د شبکو د عمر په زیاتوالي او د اټکل شویو زیانونه په مخنیوي دی، چې د یادو موخو د تحقق لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو په نظر کې نیول شوي دي.

په دوام یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو او استوګنې همغږې کوونکې آغلې ویرونیک وېبر او د یادې کمېټې د اوبو او استوګنې همغږي کوونکې مرستیال ښاغلي بارا آفې د اوبو رسولو امارتي شرکت او سره صلیب کمېټې ترمنځ د ګډ تفاهم لیک د چارو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او په راتلونکې کې د اوبو رسولو شرکت سره د دې کمېټې د مرستې په موخه یې د اوبو رسولو د نیمه کاره پروژو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه، چې د شرکت د اجرائیوي رئیس، د عملیاتي چارو رئیس او حقوقي سلاکار له لورې ورسره معلومات شریک کړل شول.