rtl
1404-02-14
د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو
رسولو دغه ستره پروژه د جوزجان والی، د امارتي شرکتونو لوی رئیس او اوبو رسولو
امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له لوري رسماً پرانیستل شوه.
دغه مراسم چې
شبرغان ښار د ښاروالۍ د هوټل په تالار کې ترسره شول، د امارتي شرکتونو مسؤلینو، د
جوزجان ولایت د رهبرۍ چارواکو، د امارت لوړپوړو مسؤلینو، علماوو، متنفذینو او د
دغه ولایت اوسیدونکو هم په کې ګډون کړی وه.
د جوزجان والي ښاغلي
قاري ګل حیدر شفق د اوبو رسولو امارتي شرکت له مسؤلینو په خاص ډول د اوبو رسولو
شرکت د رهبرۍ مقام ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم
څخه په دغه ولایت کې د اوبو رسولو په برخه کې د زحمتونو او خدمتونو ستاینه
وکړه او د شبرغان ښار له اوسیدونکو یې غوښتنه وکړه تر څو د اوبو رسولو شبکو په
ساتنه او په وخت سره د اوبو د مصرف بیلونو په ورکولو سره خپل مسؤلیت اداء کړي.
همدارنګه د
امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمدجان بلال د دغې پروژې سرته رسول او ګټه
اخیستنې ته سپارل یې په عامه المنفعه کارونو کې لوی ګام وباله او د څښاک پاکو اوبو
ته یې د ښاریانو لاسرسی په اړه خلکو ته مبارکې وویله.
د دغه مراسمو په
دوام کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د دغې پروژې د
اهمیت او مصارفو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: دغه پروژه چې نیږدي د
۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اسلامي
امارت د پراختیايي بودیجي په ملاتړ د راسخ او صفت قراردادي شرکتونو له لوري بشپړه شوه، چې (۷۳۰۰) کورنۍ به یې د څښاک پاکو اوبو څخه ګټه
واخلي.
د شرکت اجرائیوي
رئیس زیاته کړه: موږ خپل ملت ته ډاډ ورکوو چې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د دوی اړتیاوو
پوره کولو ته موږ چمتو یو او د خپل توان تر حده به یې خدمت وکړو.
په دغه مراسمو کې
د بریښنا شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي داکټر عبدالباري عمر او د دغه ښار یو شمير نورو
مشرانو د اوبو او دغې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او د اړوند مسؤلینو څخه د دغې پروژې
د بشپړولو په اړه ستاینه او مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې
د ۱۴۰ کیلومترو د اوبو
د انتقالي او ویش شبکه، ۳ بابه ۶۰۰ مترمکعب ځمکنۍ ذخیرې، ۱ باب ۲۵۰ متر مکعب لوړه ذخیره، ۲ حلقي د ژورو څاګانو کیندل، ۲ بابه د څاه ګانو لپاره ودانۍ او د
تاسیساتو د ساتنې لپاره یو احاطوي دیوال هم په دې پروژه کې شامل دي.