rtl
1404-02-16
د شبکو د تعویض او پراختیا،
د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او د بیړنیو پروژو د پلی کولو په موخه د ښاري اوبو رسولو
او فاضلابو امارتي شرکت او د ملګرو ملتونو د محترم دفتر د بشر د هستوګنې ادارې ( UN-HABITAT ) ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست وارسي کوونکی او د دفتر آمر قاری شکیل احمد خیرخواه (ذاهب) د شرکت د فعالیتونو،
لاسته راوړنو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل، او د اوبو رسولو شبکو د پراختیا
او د لا زیاتو چوپړتیاوو وړاندې کولو په اړه یې اړینې نکتې په ګوته کړې.
په دوام يې د یو ان هبیتات
محترم دفتررئیسې آغلې ستفني لوس په اکثرو ولایتونو او په ځانګړي تو د کم اوبو
لرونکو سېمو خلکو د څښاک صحي اوبو ته د اړینو اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې
وکړه چې په نیږدې راتلونکي کې به د اوبو رسولو شبکو تعویض، پراختیا او د کارکوونکو
د ظرفیت لوړونې په برخه کې د نورو مرسته کوونکو بنسټونو سره په ګډه د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره همکاري کوي.