rtl
1404-02-20
د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د
شرکت عملیاتي رئیس ښاغلي انجینر نصیر احمد «احمدي» او د کندز زون اوبو رسولو ریاست رئیس ښاغلي انجنیر نصرالدین
نصرت په ملتیا د بغلان ولایت له والي ښاغلي
مولوي عبدالرحمن سره ولیدل.
په دې لیدنه کې
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئيس د بغلان ولایت محترم مقام
سره د اوبو رسولو چوپړتیاوو، پروژو او پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.
په دوام يې د
بغلان ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په دې ولایت کې د اوبو رسولو امارتي
شرکت سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
له دې وروسته د
شرکت اجرائیوي رئیس د پل خمري ښار اوبو رسولو آمریت کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه؛
د ناستې په پيل کې د دې آمریت کارکوونکو د شرکت مشرتابه مقام ته د ښه راغلاست ویلو
تر څنګ د ښار اوسیدونکو ته د یاد آمریت د وړاندي شویو چوپړتیاوو راپور په مفصل ډول
وړاندې کړ، او همدارنګه په دغه اداره کې مسؤلینو د هغو ستونزو او وړاندیزونه یادونه
وکړه چې د اوبو رسولو خدماتو لپاره ګټور تمامیږي، چې د شرکت مشرتابه مقام له لورې
ورته یادو وړاندیزونو او ستونزو ته د رسیدو اطمینان ورکړل شو.
د دغې لیدنې په
دوام د شرکت اجرائیوي رئیس د اوبو رسولو
آمریت د اوبیزو سرچینو ، لیږدونکو او توزیعي پروژو څخه لیدنه ترسره کړه ، او
همدارنګه د ښار اوسیدونکو ته د مؤثرو چوپړتیاوو، د اوبو رسولو د پروژو د تأسیساتو
ساتنې، او د اوبیزو سرچینو څخه د سالمې ګټې اخیستنې په اړه یې کارمندانو ته اړینې
لارښوونې وکړي.