rtl
1404-02-31
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د ختیځ زون
(جلالاباد) د اوسیدونکو د څښاک صحي اوبو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ختیځ زون
د اوبو رسولو ریاست رئیس او د یاد زون د برېښنا شرکت له رئیس سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، اجرائیوي
رئیس د ګرمۍ په موسم کې، په ځانګړې توګه د هېواد په ګرمو سیمو کې، د اوبو تولید په
ډریدو د ټېنګار ترڅنګ زیاته کړه: "د ننګرهار او لغمان ولایتونو اوسیدونکي د ګرمۍ
په موسم کې د څښاک صحي اوبو ته ډېره اړتیا لري او باید د دې اړتیا د پوره کولو
لپاره لا زیاتې هڅې وشي."
وروسته د ختیځ زون د اوبو
رسولو رئیس ښاغلي یارمحمد محمدي، ، د دې
زون د اوبو تولید او توزیع په اړه لنډ راپور وړاندې کړ او خپلې نظریې، وړاندیزونه،
د شبکو د پراختیا پلانونه، او د دې زون شته ستونزې د شرکت له رهبرۍ مقام سره شریکې
کړې.
همداراز، په دې لیدنه کې
محترم مولوي جان محمد انقلابي، د ختیځ زون د برېښنا شرکت رئیس، ژمنه وکړه چې د
اوبو رسولو سایټونو ته به د برېښنا د برابرولو په برخه کې همکاري کوي، او د دې تطبیق
پر څرنګوالي یې له اجرائیوي رئیس سره بحث او نظرونه تبادله کړل.
په پای کې، اجرائیوي رئیس
د ستونزو د حل په موخه د اوبو د تولید او توزیع، او همداراز د برېښنا د کارولو د
پلان جوړونې په برخه کې اړوند ریاست ته اړینې لارښوونې وکړې.