rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د کابل ښار د خصوصي فاضلابو تصفیه‌ خونو معیاري کول

1404-02-31


د کابل ښار د فاضلابو خصوصي تصفیه‌ خونو د معیاري کولو او ستونزو د حل په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو د تنظیم رئيس ښاغلي انجنیر فایق‌الله جمال، او د شرکت تجارتي رئيس ښاغلي انجنیرعبدالمتین مطمئن، د کابل ښار د فاضلابو د تصفیه‌ خونو له مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

په پیل کې د تصفیه‌ خونو مسئولینو د تېرې ناستې د سپارښتنو د تطبیق لنډ راپور وړاندې کړ او د خپلو ځینو ستونزو د حل لپاره یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دوام یې، ښاغلي انجنیر فایق‌الله جمال د یادو راپورونو تر اورېدو وروسته، د تصفیه‌ خونو د معیاري کولو پر تطبیق ټینګار وکړ او د شته ستونزو د حل لپاره یې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

په پای کې پرېکړه وشوه چې ټولې تصفیه‌ خونې به د نړیوالو معیارونو سره سم تنظیمیږي؛ که دا شرط عملي نه شي، نو د قانون له مخې به یې د فعالیت مخه ونیول شي.