rtl
1404-02-31
د فاضلابو د غیر متمرکزه
تصفیه خونې د جوړولو تفاهم لیک د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي
رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم او د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی
ریاست د اداري او مالي مرستیال ښاغلي الحاج ملا شاه محمد شاهد ترمنځ لاسلیک شو.
په دې ناسته کې ښاغلي
مولوي غلام الرحمن کظیم د تفاهم لیک د جزیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د یادې
غیر متمرکزه تصفیه خونې د جوړولو موخه یې
د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا څخه مخنیوی وباله.
په دوام یې د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال
د یاد سیستم په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: له سیستم څخه لاسته راغلې
اوبه د شنې ساحې خړوبولو لپاره ګټورې دي او یاده تصفیه خونه به د درې کلنو لپاره
تخلیې ته اړتیا ونه لري.
همدارنګه د حکمونو او
فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست اداري او مالي مرستیال الحاج ملا شاه محمد
شاهد د اوبو رسولو شرکت د هڅو او نوښتونو څخه د مننې څرګندولو ترڅنګ د یاد تفاهم لیک
د پوره پلی کولو ژمنه وکړه.
د یادې ناستې په پای کې د
حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مقر کې د فاضلابو د غیر متمرکزه
تصفیه خونې د جوړلو تفاهم لیک د (۲۲) مخونو په قید کې د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک
کړل شو.