rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | اوبو رسولو امارتي شرکت کې د دوه بستونو لپاره...



اوبو رسولو امارتي شرکت کې د دوه بستونو لپاره رقابتي آزموېنه ترسره شوه.

1404-03-05


دا وړ او تجربه لرونکو اشخاصو د ټاکنې په موخه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اداري رئیس ښاغلي شیخ سمیع الله نورستاني،  تجارتي رئیس انجنیر عبدالمتین مطمئن او ټاکل شوې کمېټې له لورې په شفاف ډول رقابتي آزموېنه ترسره شوه.

په دې آزموېنه کې له 20 څخه زیات په شرایطو برابر کسانو د تحقیق او پراختیا آمریت او د ختیځ ( جلال آباد) زون د تجارتي آمریت بستونو لپاره سیالي ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې له تحریري او تقریري آزموېنې وروسته به له دوي څخه دوه تنه د وړتیا پر بنسټ یادو بستونو کې وګمارل شي.