rtl
1404-03-07
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت تجارتي ریاست د کابل زون تجارتي آمریت سره په همغږۍ د کابل ښار
اوبو رسولو اته ګونو زونونو لپاره څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ
ترسره کړ.
د تجارتي ریاست د
پيرودونکو خدمتونو آمر ښاغلي مطیع الله مومند د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د
خدمتونو معیاري کول، د ظرفيت لوړول او د نوو ابتکاري مدیریتې لارو چارو معرفي کول
وبلل، تر څو د اوبو رسولو زونونو ستونزې حل شي.
په دې ورکشاپ کې د یادو
شویو زونونو د ۱۴۰۳ کال مهم فعالیتونه وارزول شول او هڅه وشوه چې د ستونزو مؤثرې
حللارې وموندل شي او د پرمختګ لپاره مسیر د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ وټاکل شي.
د کابل زون تجارتي آمر ښاغلي
مولوي کرامتالله فاتح، د ورکشاپ مهم موضوعات د میټر لوستنه، د بل وېشل، د بل چاپ،
د میتر لوستنې پلان،د اوبو د تولید او توزیع کچې لوړول او درې میاشتني او کلنی
پلان جوړونه یاد کړل، او هیله یې څرګنده کړه چې دا ورکشاپ به د ښاري زونونو ستونزې
د ټاکل شویو معیارونو او نویو ابتکاري مدیریتي لارو چارو پر بنسټ حل کړي