rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د مزار شریف ښار د اوبو رسولو د خدمتونو د پراخ...



د مزار شریف ښار د اوبو رسولو د خدمتونو د پراختیا لپاره د سطحي اوبو څخه ګټه اخیستنه

1404-03-07


د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت  مسئولینو او د سره صلیب  نړیوالې کمېټې (ICRC) د استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه، د مزار شریف ښار د اوبو رسولو شبکو لپاره د سطحي اوبو د استعمال او یو متمرکز سیسټم د جوړولو لارې چارې وڅېړل شوې.

په دې لیدنه کې د شرکت عملياتي رئیس او د تخنيکي رياست سرپرست انجنیر نصیر احمد احمدي، ټینګار وکړ چې د مزار شریف ښار اوبو رسولو شبکې باید په  متمرکز سیسټم سمبالې شي. نوموړي زیاته کړه: "د اوبو رسولو د خدمتونو د پراختیا او د اوبو د تولید د ظرفیت د لوړولو لپاره، د سطحي اوبو کارونه یوه جدي اړتیا ده."

بل لور ته، مېرمن ویرونیک ویبر، د نړیوال سره صلیب د کمېټې د اوبو او کور جوړونې برخې همغږې کوونکې، یاد شوي طرحې ته ښه راغلاست ووايه او ډاډ یې ورکړ چې د یاد پروژې د عملي کېدو په بهیر کې به ICRC د اوبو رسولو امارتي شرکت ترڅنګ پاتې شي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د یادی شوې پروژې پرپوزل به د اوبو رسولو امارتي شرکت  او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له‌ لورې په ګډه ترتيب او تر وروستي پړاو پورې وڅارل شي.