rtl
1404-03-11
د اوبو رسولو د خدماتو
پراختیا او د فاضله اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه، د اوبو رسولو امارتي شرکت
او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د مسؤلینو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یونیسف
د اوبو څانګې مسؤلینو ښاغلو بونګامین او امانویل د ټول هېواد په کچه د دې ادارې د
فعالیتونو لنډ راپور د یو پرزینتېشن له لارې وړاندې کړ. دوی څرګنده کړه چې یونیسف
ژمن دی چې د افغانستان په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل کې، د اوبو رسولو خدماتو
پراختیا او د فاضله اوبو د معیاري مدیریت په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي. همدا
رنگه دوی څرګنده کړه چې یونیسف چمتو دی اوبو رسولو امارتي شرکت سره په دې برخه کې
خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
همداراز، د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د
وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو او په ځانګړي ډول د کابل په ښار کې د اوبو د سرچینو د
کموالي، ، یادونه وکړه او ویې ویل چې د اوبو رسولو خدماتو پراختیا او د فاضله
اوبو اغېزمن مدیریت د نړیوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د غونډې په دوام کې، دواړو
لوریو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د آسیب پذیره سیمو لپاره د څښاک د
اوبو برابرولو او د فاضله اوبو د مدیریت د بهیر د ښهوالي په اړه نظرونه تبادله کړل.
د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو غونډو کې د پروژو جزییات او د هغوی
د پلی کولو څرنګوالی په دقیق ډول وڅېړل شي او پرې پرېکړه وشي..
په پای کې، د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو
رئیس ښاغلي انجنیر فایقالله جمال د یو پرزینتېشن له لارې په هېواد کې د
فاضله اوبو د وضعیت، ستونزو، حللارو او د خپل ریاست د فعالیتونو په اړه حاضرینو
ته معلومات وړاندې کړل.