rtl
1404-03-12
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم د شرکت د اجرائیوي کمېټې
په نوبتي غونډه کې د خپلو پيلیزو خبرو پر مهال وویل چې اضافي کار د دندې له نه
پاملرنې او غفلت څخه رامنځته کېږي، او که هر کارکوونکی خپله ټاکل شوې دنده په اخلاص،
مسؤلیتمننې او پر وخت ترسره کړي، نو ټول سیستم به پخپله منظم شي. نوموړي زیاته کړه: چې موږ له هېچا څخه د
خپلې دندې څخه زیات کار نه غواړو، بلکې دا غوښتنه کوو چې هر څوک خپل مسوولیت په
غوره توګه پر ټاکلي وخت تر سره کړي.
مولوي غلامالرحمن کظیم د
غونډې ګډونوالو ته یادونه وکړه چې د شرکت د مصارفو د کچې کمول، د لمریزې انرژۍ له
سیسټمونو ګټه اخیستنه، د کارکوونکو پر وخت حاضري، د اوبو له ضایعاتو مخنیوی، او د
پروژو د تطبیق سرعت زیاتول هغه بنسټیز موارد دي چې باید جدي ونیول شي. نوموړي اړوندو
مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم و کړې.
یاده غونډه چې د اجرائیوي
رئیس په مشرۍ او د اجرائیوي کمېټې د غړو، د مرکزي ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په
ګډون د شرکت د اجرائیوي ریاست په مقر کې جوړه شوې وه، د اجنډا اړوند مهمو موضوعاتو
لکه د سمنګان ولایت د ایبک ښار د خرم سارباغ د چینې د تصفیه خونې، د تدارکاتو
پلان، پرمختیایي بودجې، او د تدارکاتي قراردادونو په هکله هر اړخیز بحث او لازم
تصمیمونه ونیول شول.