rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو امارتي شرکت هرات، مزار شریف او کندز زونونو د رئیسان تبدیلي او ټاکنه

1404-04-03


د ا.ا.ا د ریاست الوزرا لوړ مقام د حکم په اساس د کندز زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو پخوانی رئیس ښاغلی انجنیر نصرالدین نصرت د شمال ( مزار شریف) زون د رئیس په توګه او د مزار شریف پخوانی رئیس ښاغلی مولوي عبدالربي کامران د کندز ( شمال شرق) زون د رئيس په توګه معرفي کړل شول.

همدارنګه ملا محی الدین صدیقي د غرب ( هرات) زون ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د رئیس په توګه نوی ټاکل شوی او د هرات ولایت د کارکوونکو چارو رئیس له لورې د دې زون کارکوونکو ته ورپيژندل شو.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم په یو پیغام کې نویو ټاکل شویو رئیسانو ته د تبریکۍ ویلو ترڅنګ ورته په کاري چارو کې د الله تعالی له لورې د توفیق غوښتونکی شو.

د یادولو وړ ده چې یادې ټاکنې په زونونو کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د لا ښه مدیریت په موخه د شرکت د اجرائیوي ریاست د مقام په وړاندیز د امارتي شرکتونو لوی ریاست په تائید او د ا.ا.ا ریاست الوزرا لوړ مقام د حکم پر بنسټ تبدیل او وټاکل شول او د یاد شویو ولایتونو د مسؤلینو له لورې معرفي کړل شول.