rtl
1404-04-10
د مسلکي او وړ اشخاصو د جذب او دندو ته د اهل کسانو د معرفي کولو په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د استخدام بهیر پیل کړی دی.
په دې لړ کي د اجرائیوي ریاست اړوند د دیون او طلباتو لوی مدیریت د بست لپاره د شرکت په ګوهرشاد بیګم تالار کې د شرکت د اداري رئیس او د آزموینې کمیټې په حضور کې د تحریري آزموینې پروسه ترسره شوه.
په دې آزاده سیالۍ کې له 12 تنو ډیر د شرایطو وړ اشخاصو سیالي ترسره کړه چې د تحریري او تقریري آزموېنې وروسته به له دوې څخه وړ شخص د آزموېنې د ټاکل شوې کمیټې له لورې انتخاب او په یاد شوي بست کې وګمارل شي.