rtl
1404-04-14
په کندهار ښار کې لاندې د
اوبو رسولو څلور لویې پروژې د ځانګړو
مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوې: د لوی ویالې ساحې د اوبو رسولو پروژه، د
ارغنداب څخه تر اډې پورې د پایپ انتقال پروژه، د عدالت د گذر د اوبو رسولو پروژه،
او د نجیب نمرو په سیمه کې د پایپونو د بدلون پروژه.
یادې پروژې د کندهار ښار
د محترم مرستیال والي، د امارتي شرکتونو د محترم لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، او
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم له لوري، د یو شمېر
امارتي ادارو د مسئولینو، د کندهار زون اوبو رسولو رئیس، د یاد ریاست د کارکوونکو،
د گذر وکیلانو او د اړوندو سیمو د اوسېدونکو په حضور کې، رسماً پرانیستل شوې او ګټې
اخیستنې ته وسپارل شوې.
په مراسمو کې د کندهار
ولایت محترم مرستیال، د امارتي شرکتونو او د اوبو رسولو مسئولینو د هڅو او زحمتونو
مننه وکړه، او د اوبو ارزښت ته یې د اسلام له نظره اشاره وکړه، او خلکو له لورې یې
د شبکو د ساتنې او د اوبو د مصرف په سپما خبرې وکړې.
ورپسې، د امارتي شرکتونو
لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال خبرې وکړې، او ویې ویل چې دغه د اوبو رسولو
پروژې د هېواد په کچه د عام المنفعه روانو پروژو برخه ده. نوموړي د یادو پروژو د
بریالیتوب مبارکي د کندهار ښاریانو او د اوبو رسولو شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام
الرحمن کظیم ته ورکړه.
همداراز، د اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د کندهار ولایت
له رهبرۍ او مسئولینو څخه د پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو مننه وکړه، او
د دغو څلورو پروژو په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه:
"الله (تعالی) ته شکر ادا کوو چې د دغو څلورو پروژو په پرانیستلو سره له (۹۰)
زرو څخه زیات پيرودونکي په کندهار ښار کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ."
نوموړي وویل: د لوی ویالې
د اوبو رسولو پروژه چې د ۴۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت، د شرکت د پراختایي بودجې
له لارې تمویل شوې، د ارغنداب څخه تر اډې پورې د پایپ انتقال پروژه د (۱۲۶) میلیونه
افغانیو په ارزښت د یونیسف ادارې له خوا تمویل شوې، او پاتې دوه پروژې چې په نهمه
او اوومه ناحیه کې د شبکو د پراختیا او پایپ بدلون پروژې دي، د (۱۵) میلیونه افغانیو
په ارزښت د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لورې تمویل
شوي دي.