rtl
1404-08-12
د اداري چارو د لا ښه همغږۍ
او ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د ښاري اوبو رسولو امارتي
شرکت د اجرائیه کمیټې غونډه د ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم په مشرۍ او د اجرائیه
کمیټې د غړو او د شرکت د مرکزي رئیسانو په ګډون، د دې ریاست په مقر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د
چارو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: "زموږ دنده دا
ده چې ښاریانو ته اوبه ورسوو، لکه څرنګه چې یوه تږي ته باید ژر تر ژره اوبه ورسیږي،
همداسې د اداري چارو ځنډ د منلو وړ نه دی."
ورپسې د شرکت د اجرائیه
کمیټې محترمو غړو د اجندا اړوند موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل، چې په پای کې
د چارو د ښه والي او ستونزو د حل لپاره اړینې پرېکړې وشوې او د کمیټې د مشرتابه
لخوا هر اړخیزې لارښوونې وشوې.