rtl
1404-04-29
د اوبو رسولو د زونونو او د زرنج ښار د اوبو
رسولو ریاست له لوري د ۱۴۰۳ کال د وروستیو درې ربعو او د ۱۴۰۴ کال د لومړۍ ربعې د لاستهراوړنو
ارزونې او تحلیل غونډې لومړۍ ورځ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي
رئیس محترم مولوي غلام الرحمن کظیم په مشرۍ، د شرکت مرکزي او زونونو رئیسانو او ځینو
د زونونو او مرکزي آمرینو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د شرکت اجرائیوي رئیس محترم
مولوي غلام الرحمن کظیم، د هر کارکوونکي پر رسالت او مسؤلیتونو خبرې وکړې او ټینګار
یې وکړ چې سپارل شوې دندې باید په ټاکلي وخت ترسره شي.
د شرکت اجرائیوي رئیس د اوبو د شبکو د ضایعاتو ډېروالي
موضوع یوه نه مننونکې ستونزه وبلله او له زونونو څخه یې وغوښتل چې د هغو ستونزو د
حل لپاره جدي توجه وکړي چې د اوبو د ضایعاتو لامل کېږي.
ورپسې د جلالاباد، کندهار او کندز زونونو او د
زرنج ښار د اوبو رسولو رئیسانو د تخنیکي، مالي او اداري، سوداګرۍ، عملیاتي او
تدارکاتي چارو په برخو کې خپل مفصل راپورونه حاضرینو ته وړاندې کړل. وروسته د شرکت
مرکزي رئیسانو ځینې پوښتنې او نظریات مطرح کړل، چې د زونونو رئیسانو یې په اړه خپل
معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې یاده غونډه به دوه ورځې
دوام وکړي.