rtl
1404-06-30
د اوبو رسولو امارتي شرکت
د شپږو زونونو او زرنج ریاست د کړنو او لاسته راوړنو د راپور ورکونې د ناستې په
دوهمه ورځ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د هرات، مزار شریف او کابل
زونونو په خپل وار د 1403 کال د وروستیو شپږ میاشتو او 1404 کال لومړنیو دریو میاشتو
په مالي او حسابي، عملیاتي، تجارتی او اداري څانګو کې خپل راپور د
ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
په دې ناسته کې د زونونو
رئيسانو د خپلو ریاستونو ستونزې، ننګونې، اندونه او وړاندیزونه د شرکت له رهبرۍ او
مرکزي رئیسانو سره شریک کړل، څو لازمې لارښوونې ترلاسه کړي او حللار ورته ولټول
شي.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم په دې ناسته کې د
اوبو رسولو د زونونو له هڅو او زحمتونو د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ د اوبو رسولو زونونو
ټولو وړاندیزنو، ستونزو او په ځانګړي توګه هیوادوالو ته اوبو رسولو خدماتو په لاره
خنډونو ته به ژر تر ژره رسېدګي وشي.
همداراز اجرائیوي رئیس زیاته
کړه: ډېری ستونزې د مسؤلیتونو له غفلت او د خلاقانه مدیریت له نشتوالي رامنځته کېږي،
که دا نه وای، نو له نیمایي څخه زیاتې ننګونې به د مدبرانه مدیریت؛ ستونزې به د پیاوړې
ارادې او هڅې؛ او پاتې نور به د زغم او صبر له لارې حل کېدای.