rtl
1404-06-05
د کابل ښار د څښاک پاکو
اوبو له کمښت او د خلکو د ستونزو له زیاتوالي سره، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت نږدې ۱۷۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت پروژه بشپړه او د یو لړ رسمي مراسمو
په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
په دې مراسمو کې د اقتصاد
محترم وزیر، د کابل محترم والي، د کرنې او مالدارۍ وزارت استازي، د امارتي شرکتونو
عمومي رئیس، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ولایتي رئیسانو،
د یونیسف استازي، د اکسلینت شرکت رئیس او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د شرکت اجرائیوي رئیس
محترم مولوي غلام الرحمن کظیم د یونیسف دفتر څخه مننه وکړه چې د دې پروژې لګښت یې
تمویل کړی، او همداراز یې د اکسلینت شرکت ستاینه وکړه چې د پروژې تطبیق یې پر غاړه
درلود.
نوموړي د څښاک د پاکو اوبو د ستونزو د حل لپاره
د شرکت پر پروګرامونو او هڅو خبرې وکړې.
اجرائیوي رئیس وویل چې د
شبکې ټول لګښت (۱۶۹٬۱۶۱٬۹۹۴) افغانۍ دی، اوږدوالی یې .11 کیلومتره دی او قطر یې
۴۵۰ ملي متره دی. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به تر ۶۲٬۲۰۸ زیات
اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو څخه برخمن شي.
ورپسې، د امارتي شرکتونو
عمومي رئیس ښاغلي احمدجان بلال د پروژې پای ته رسېدلو په مناسبت د اوبو رسولو شرکت
مسؤولینو او ګټه اخیستونکو ته مبارکي وویله او د دې پروژې د تطبیق په تړاو یې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د مشرتابه هڅې وستایلې.
همداراز، د کابل محترم
والي الحاج ملا امین الله عبید، د اقتصاد وزیر او د امارتي
شرکتونو د نظار هئیت غړي قاري دین محمد حنیف، د کرنې او مالدارۍ وزارت مسلکي معین
صدراعظم عثماني، او د اکسلینت شرکت رئیس حمیدالله همت په جلا جلا توګه د اوبو پر
ارزښت، په اصراف نه کولو او د پروژې پر اهمیت خبرې وکړې، او د اکسلینت شرکت
رئیس د پروژې د تطبیق په اړه لنډ معلومات هم وړاندې کړل.
د مراسمو په پای کې د
ناستې ګډونوالو د یادې پروژې د تولیدي سرچینو څخه لیدنه وکړه. د
شرکت اجرائیوي رئیس او عملیاتي رئیس د اوبو د انتقال د بهیر او تخنیکي جزئیاتو په
اړه معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د پروژې
تطبیق نږدې یو کال وخت ونیو. او په دې پروژه کې لاندې برخې شاملې دي.:
د ۱۱.۳۸ کیلومتره اوږدوالي
لرونکې د پولیاتیلین لیږدونکی پایپ د ۴۵۰ ملي متره قطر سره، د دوو حلقو
ژورو څاهګانو کیندنه، د څاهګانو لپاره د ساتونکو اطاقونه جوړول، د جنراتور لپاره
د تراس جوړول او د تأسیساتو لپاره احاطوي دېوال .