rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د کابل ښار د اوبو رسولو منځ‌مهاله پروژې ارزونه او د بیا پیل هڅې

1404-05-06


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د کابل ښار اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د برابرولو په موخه، د اوبو رسولو یو لړ مهمې پروژې پیل کړي.

په همدې تړاو، د یاد شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي غلام الرحمن کظیم، د شرکت عملیاتي رئیس او د کابل زون د اوبو رسولو ریاست مسؤلینو په ملتیا، د کابل ښار د اوبو رسولو منځ‌مهاله MTP1)) پروژې لیدنه وکړه.

د کابل ښار منځ‌مهاله پروژه (MTP1) د یاد ښار د اوبو رسولو له سترو پروژو څخه ده، چې نړیوالو معیارونو ته په کتو طرحه او ډیزاین شوې ده. د دې پروژې له تطبیق سره به د کابل ښار څه‌باندې (۲۳۰,۰۰۰) اوسېدونکې د پاکو اوبو څخه برخمن شي.

اجرائیوي رئیس د پروژې د تولیدي سرچینو او پمپ ستیشن څخه د لیدنې  پر مهال ټینګار وکړ، چې یاده پروژه دې بېرته پیل او بشپړه شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه د یادې پروژې څه‌باندې ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی، خو دا مهال د بودیجې د کمښت له امله یې چارې په ټپه ولاړې دي. د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت مشرتابه هڅه کوي، چې د داخلي او یا هم بهرني ملاتړ له لارې د دې پروژې پاتې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.