rtl
1404-05-06
دونۍ/دوشنبه 3 صفر المظفر
1447
محترم الحاج خلیفه سراجالدین
حقاني (حفظه الله) د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر، د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له اجرائیوي رئيس، محترم مولوي غلامالرحمن کظیم سره
د لیدنې پر مهال څرګنده کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه د دې لپاره بېلابېل برنامې
په پام کې لري چې د هېوادوالو لپاره د څښاک پاکو اوبو د تولید او رسونې چارې پراخې
شي.
نوموړي زیاته کړه چې د څښاک
پاکو اوبو ته لاسرسی د هر افغان یو اساسي حق دی، او ویې ویل:
"اوبه زموږ
له ملي شتمنیو څخه دي؛ د اوبو سپما، د ژوند سپما ده!"
په یاده لیدنه کې، محترم
مولوي غلامالرحمن کظیم د کابل ښار د اوبو د کمښت او عمومي وضعیت په اړه مفصل
معلومات وړاندې کړل، او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت هغه لنډمهاله او
منځمهاله پلانونه یې له خلیفه صاحب سره شریک کړل، چې د هېوادوالو لپاره د څښاک پاکو
اوبو د برابرولو په موخه طرحه شوي دي.
په پای کې، محترم الحاج
خلیفه سراجالدین حقاني (حفظه الله) ژمنه وکړه چې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو او
د اوبو رسونې د پروژو په پلی کولو، په ځانګړي ډول د کابل ښار د منځمهالې سترې پروژې
(MTP)
– چې له پلي کېدو سره به یې
له ۲۳۰,۰۰۰ زیات ښاري وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي – په برخه کې هر اړخیز
ملاتړ او همکاري کوي.