rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د شاه‌توت او شاه‌وعروس بندونو د اوبو رسولو ...



د شاه‌توت او شاه‌وعروس بندونو د اوبو رسولو پروژو د مدیریت ارزونې او د کار د چټکتیا غونډه ترسره شوه

1404-05-07


درینۍ/سه شنبه 4 صفر المظفر 1447

د شاه ‌توت او شاه ‌وعروس بندونو د اوبو رسولو پروژو له لارې د انتقال وړ اوبو د مدیریت، سروی، ډیزاین، تولید، تطبیق او تأمین د چارو د لا ښه سمون په موخه، د اوبو رسولو امارتي شرکت د محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم په مشرۍ، د شرکت د مرکزي ریاستونو د رییسانو په ګډون یوه رسمي غونډه د یاد ریاست په مقر کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې، د شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم، پر دې ټینګار وکړ چې باید د یادو پروژو د تطبیق بهیر چټک شي. نوموړي زیاته کړه:

"زموږ مسؤلیت دا دی چې د هېواد ښاریانو ته کافي او پاکې اوبه ورسوو، او په دې برخه کې باید له هېڅ هڅې ډډه و نه کړو."

ورپسې، انجنیر نصیر احمد احمدي، د شرکت عملیاتي رئیس او د تخنیکي ریاست سرپرست، د یادو پروژو د تطبیقي پړاوونو مفصل راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې:

"په یاده پروژه باندې کار د پلان سره سم په نورمال ډول روان دی."

د غونډې په پای کې، د ټاکل شوې مهالوېش له مخې، د یادو پروژو د ګټې اخیستنې لپاره کاري پلانونه تنظیم شول، او اړوندو مسؤولینو ته د شرکت د رهبرۍ له‌ لورې اړینې لارښوونې و شوې.