rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د آلمان د پراختيايي ادارې (GIZ) تر منځ انلاين غونډه وشوه

1404-05-08


څلورنۍ/چهارشنبه 5 صفر المظفر

د آلمان د پراختيايي ادارې (GIZ) سره د همکاريو د دوام په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئيس محترم مولوي غلام‌ الرحمن کظیم د دې ادارې له استازو سره انلاين خبرې وکړې.

په ياده غونډه کې چې د شرکت د مرکزي رئیسانو هم ګډون پکې درلود، محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم د GIZ له لوري د اوبو رسولو په برخه کې د تر سره شويو مرستو مننه وکړه، او له هغوی څخه يې د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه، په ځانګړي ډول د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې.

د غونډې په پای کې، د آلمان د پراختيايي ادارې استازي د دې هېواد له لوري له امارتي شرکت سره د تر سره شويو تلپاتې همکاريو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړ، چې د يادې ادارې همکارۍ به بېرته ژر پيل شي.