rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | اجرائیوي رئیس: د ځمکې لاندې اوبو کارول لنډمه...



اجرائیوي رئیس: د ځمکې لاندې اوبو کارول لنډمهاله حل دی، په اوږدمهال کې د سطحي اوبو د ګټې اخیستنې معیاري پلانونه به پام کې لرو.

1404-05-22


د سطحي اوبو د اغېزمنې کارونې او د اوبو د معیاري تصفیه‌خانو د جوړولو په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د ایران د «پارت سازه حافظ توس» ساختماني او سوداګریز شرکت له رئیس سره وکتل.

په غونډه کې، محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د ځمکې لاندې اوبو کارونه یوازې د لنډمهاله اړتیاوو لپاره وبلل او څرګنده یې کړه: «د هېواد د اقلیمي شرایطو له مخې،  خلکو ته د څښاک پاکو اوبو د دوامدارې رسونې لپاره باید په اوږدمهال کې د سطحي اوبو څخه ګټه واخیستل شي. په همدې تړاو موږ معیاري او پایدار پروګرامونه په لاس کې لرو.»

ورپسې، د یاد ایرانی شرکت استازي، ښاغلي احسان حافظ نظامي، د خپل شرکت د تجربو او لاسته راوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: «افغانستان د سطحي اوبو له پلوه بډای هېواد دی، او د معیاري، لږ لګښته تصفیه‌خانو په جوړولو سره، د څښاک اوبو ستونزې د ټولو ښاریانو لپاره حلولای شي.»

همدارنګه هغه ډاډ ورکړ چې که اړتیا وي، د دوی مسلکي ټیم چمتو دی د سطحي اوبو د استفادې په موخه د تصفیه‌خانو په جوړولو کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره همکاري وکړي.