rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د شرایطو وړ کسانو ترمنځ رقابتي ازموینه ترسره شوه.

1404-05-29


د تجارتي ریاست د څېړنې او پراختیا کارپوه او د کابل زون د فاضلابو د چارو د ډیزاین انجنیر بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.

یاده ازموینه د تجارتي رئیس ښاغلي عبدالمتین مطمئن، د فاضلابو د چارو د رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال او د عملیاتي رئیس ښاغلي انجنیر نصیر احمد احمدي تر څارنې او د ټاکل شوې کمېټې د نظارت لاندې د بشپړ شفافیت او عادلانه رقابت په فضا کې ترسره شوه.

له تحریري او تقریري ازموینې وروسته به وړ اشخاص د خپل لیاقت او وړتیا پر بنسټ په یاد شویو بستونو کې په دنده وګمارل شي.