rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | په کابل ښار کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ...



په کابل ښار کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو او صحي اوبو رسولو پروژه پیل شوه

1404-05-30


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره د څښاک پاکو او صحي اوبو د برابرولو په موخه، د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه پیل کړه.

د شرکت اجرائیوي رئیس، محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د عملیاتي چارو رئیس، انجنیر نصیر احمد احمدي، په ملتیا د پروژې د پرمختګ د کتنې پر مهال، له انجنیرانو او ساحوي کارګرو سره د پروژې د تطبیق څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د پروژې د تمویل لپاره یې د یونیسف محترمې مؤسسې څخه مننه وکړه.

اجرائیوي رئیس ټینګار وکړ چې د دې پروژې په تطبیق سره به له ۷۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د اوبو اسانتیاوې ترلاسه کړي، او دا یوازې د مسئولیت ادا کول نه، بلکې د الله تعالی پر وړاندې ستر اجر هم لري.

په یاده پروژه کې د چمن حضوري سیمې څخه تر پل آرتل پورې د ۲.۵ کیلومتره اوږده او 450 ملي‌متره قطر لرونکی پولیتلین پایپ غځول شامل دي، چې د کابل ښار ختیځې او لویدیځې سیمو د اوبو رسولو شبکې به یو له بل سره ونښلول شي.

د زوړ ښار، مندوي، چنداول، دهمزنګ، دهمرادخان، دارالامان، څلورمې او درېمې کارتې سیمې به په مستقیم ډول له دې پروژې ګټه واخلي، د اوبو کمښت ستونزې به حل شي، او په دې توګه به د خوشحال‌خان، کمپنۍ، صفا ښارګوټي، پروان ۲ او پروان ۳ سیمو ستونزې هم په غیر مستقیم ډول حل شي.