rtl
1404-05-31
د ختيځ زون د اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د
کارکوونکو د ۱۴۰۳ ه ش کال ارزونه د شرکت د اداري رئیس الشيخ سمیع الله نورستاني تر
نظارت لاندې د ارزونې د تعین شوې کمېټې لخوا ترسره شوه.
د شرکت اداري رئيس د ارزونې پروسې په اهميت د یاد
زون کارکوونکو ته تفصيلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د زیار ویستونکو
کارکوونکو نوښتونه او هڅې باید له پامه
ونه غورځول شي، شيخ صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې په اداره کې مکافات او مجازات یو
اصل ده، څرګنده یې کړه چې زمونږ هڅه حق په حقدار سپارل دي.
د ارزونې په وروستې ورځ د شرکت اداري رئيس د
جلال اباد زون ټول کارکوونکي خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه چې د
ارزيابۍ څخه یې موخه د يوي غوره ادارې رامنځته کول دي او دغه پروسه یې بې پرې او
شفاف ډول ترسره کړه.