rtl
1404-06-03
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې غونډه د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس محترم مولوي
غلامالرحمن کظیم په مشرۍ، د اجرائیوي کمېټې د درنو غړو او د شرکت د مرکزي ریاستونو
رئیسانو او آمرینو په ګډون د ریاست په مقر کې ترسره شوه.
د شرکت اجرائیوي رئیس،
محترم مولوي غلامالرحمن کظیم په پیل کې د اوبو رسولو د خدمتونو د لا اغېزمن وړاندې
کولو لپاره د نویو او عملي کېدونکو طرحو په اړه خبرې وکړې. او د ریاستالوزرا د
اقتصادي معاونیت له محترم مقام څخه یې د پنجشیر له سیند څخه د اوبو د انتقال په
برخه کې د هغوی د سترو هڅو له امله مننه او قدرداني وکړه.
اجرائیوي رئیس د هېواد ښاریانو
د څښاک پاکو او صحي اوبو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د اوبو رسولو شرکت د
مهم رول یادونه وکړه او په کارونو کې یې د دقت، صداقت او د چارو د چټکولو ټینګار
وکړ.
په دوام یې د اجرائیوي کمېټې
درنو غړو د اجندا له مخې د موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل چې پکې لاندې
موارد شامل وو: د کارکوونکو د دندو د لایحې تنظیم او معیاري کول، د طرحه شوو
پلانونو مطابق د کړنو د تطبیق څرنګوالی، تدارکاتي ستونزې، په کابل ښار کې د فاضلابو
د کلستر جوړونې د کار پیل، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ترسره کول، د مسلکي کسانو د ګمارنې
بهیر ګړندي کول، مالي چارې او د اوبو رسولو شبکو تخنیکي او عملیاتي ستونزو ته رسېدنه.
په پای کې د یادې کمېټې
له لوري هر اړخیزې پرېکړې ترسره شوې او د شرکت د رهبرۍ له لورې اړینې سپارښتنې وړاندې
شوې.