rtl
1404-06-07
د کابل زون د اوبو رسولو
د انجنیرۍ بست او د اجرائیوي ریاست د ویبپاڼې
عمومي مدیر بست لپاره رقابتي ازموینه د یاد ریاست په ګوهرشاد بېګم تالار کې ترسره
شوه.
په دې ازموینه کې چې له
۲۰ څخه ډېرو کسانو ګډون کړی و، د شرکت عملیاتي او اداري محترمو رئیسانو او د ازموینې
د ټاکل شوې کمېټې تر څارنې لاندې په بشپړ شفافیت سره ترسره شوه.
ټاکل شوې ده چې د ازموینو
له بشپړېدو وروسته، چې تحریري او تقریري پړاوونه پکې شامل دي، دوه تنه وړ او د شرایطو
مطابق کسان د خپلې وړتیا پر بنسټ د ازموینې د ټاکل شوې کمېټې له خوا غوره او په یادو
بستونو کې په دنده وګمارل شي.
یاده دې وي چې یاد بستونه
له وړاندې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په رسمي ویبپاڼه، د کارموندنې
په ویبپاڼو کې د غوښتونکو د ګډون لپاره اعلان ته سپارل شوي وو.