rtl
1404-06-17
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د چارو د ښه تنظیم، د اوبو رسولو د خدمتونو د چټکتیا،
د ستونزو د حل او د فعالیتونو د راپور اخیستنې په موخه، د اوبو رسولو شپږو زونونو
له رئیسانو او د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست رئيس سره؛ چې د مرکزي ریاستونو رئیسانو
هم په کې ګډون درلود آنلاین غونډه ترسره کړه.
اجرائیوي رئیس په دې غونډه
کې د دیني چارو د تنظیم او تطبیق په برخه کې د د دعوت او ارشاد محترم آمریت د لارښوونو
پر عملي کېدو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د شرکت د دعوت او ارشاد محترم آمر د ټولو
زونونو د څارنې په سفر بوخت دی، نو ځکه ټول زونونه مکلف دي چې د ورکړل شویو هدایتونو
له مخې بېځنډه اقدامات ترسره کړي او د همدې لارښوونو سره سم عمل وکړي.
ورپسې د مرکزي ریاستونو
رئیسانو د یو لړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې؛ لکه: طلبات، عواید او مصارف، د منقول
او غیرمنقول شتمنیو د اسنادو تنظیم او طی مراحل، په وخت راپور ورکول، میټرلوستنه،
د عددي مشترکینو پر میټري سیستم بدلول، د پلېټونو نصب، د مشترکینو د ساحو GPS کول او د داخلي او خارجي مفتشینو د موندنو پر بنسټ
اقدامات. د دغو موضوعاتو په تړاو هر زون په خپل وار ځوابونه وړاندې کړل.
همدارنګه په دې غونډه کې
د زونونو رئیسانو د شرکت د رهبرۍ او په ځانګړي ډول د اجرائیوي ریاست له ملاتړ او ډاډ
مننه وکړه. هغوی د خپلو زونونو د فعالیتونو لنډ راپور وړاندې کړ او خپلې ستونزې، وړاندیزونه،
اړتیاوې او ننګونې یې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې. د بحث او نظرونو له
تبادلې وروسته، اجرائیوي رئیس اړینې پرېکړې ترسره او هر اړخیزې لارښوونې یې صادرې
کړې.