rtl
1404-07-13
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د وړتیا
لرونکو او مسلکي کسانو د جذب په موخه درې بستونه (د فاضلابو د پروژو د انسجام آمر،
د ننګرهار د اوبو رسولو د سروې انجینر او د کابل د اوبو رسولو ریاست د ورکشاپ مدیر)
د آزادې سیالۍ له لارې اعلان کړي وو.
دغو بستونو ته د غوښتونکو د ازمېښت تحریري پړاو
نن د شرکت د اداري رئیس تر مستقیمې څارنې لاندې د آزموېنې د کمېټې له خوا په بشپړ
شفافیت ترسره شو.
په دغه ازموینه کې ۲۵ تنه د شرایطو لرونکو نوماندانو ګډون کړی
و چې بریالي کسان به دویم پړاو، یعنې شفاهي ازموینې ته راوبلل شي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ژمن
دی چې د خپلو خالي بستونو د ګومارنې بهیر د آزاد رقابت او شایسته سالارۍ پر بنسټ
پرمخ یوسي.