rtl
1404-07-22
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي کمیټې غونډه د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس، محترم
مولوي غلامالرحمن کظیم، په مشرۍ او د اجرائیوي کمیټې د غړو، ریاستونو او مرکزي
آمریتونو د آمرینو په ګډون د ریاست په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې، محترم
مولوي غلامالرحمن کظیم د پروژو د ترسره کولو په برخه کې د چټک عمل او د نوښتګرو
مدیریتي لارو چارو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «چټک عمل د نوښتګر مدیریت
تر څنګ موږ ته دا زمینه برابروي چې د خپلو موخو ـ چې د اوبو رسولو خدمتونه او د
فاضلابو د چارو سم مدیریت دی ـ لا نږدې شو، او دا کار به د عوایدو د زیاتوالي او د
پيرودونکو د رضایت سبب وګرځي، وروسته، د رهبري مقام د دفتر آمر، محترم شکیل احمد خیرخواه
«ذاهب»، د تېرې ناستې د پرېکړو او عملي شوو اجرااتو لنډ راپور وړاندې کړ.
بیا د اجرائیوي کمیټې غړو
د اجنډا اړوند موضوعاتو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل. چې لاندې موضوعات پکې
شامل وو:
د نړیوال بانک سره د ناستې
د ترسره کولو لپاره تیاری، د خصوصي سکتور سره د همکارۍ پلان د کابل ښار په ۱۲مه او
۲۲مه ناحیه کې د اوبو رسولو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه،د کارکوونکو د ظاهري بڼې
او سیرت اړوند د اسلامي شریعت د اصولو رعایت،د ۱۴۰۴ مالي کال د دویم ربع د راپور
تحلیل،د روان کال د اوبو رسولو پروژو بودیجې ارزونه،د زونونو له لوري د مالي
اسنادو د انتقال بهیر چټکتیا،د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه،د مشترکینو د
پورونو د قسطونو زیاتوالی،د چاریکار ښار د اوبو رسولو د پيرودونکو ستونزو حل،او د
مشترکینو د خدمتونو په طرزالعمل کې بیاکتنه.
په پای کې، اړینې پرېکړې
د چارو د لا ښه والي او د شته ننګونو د حل په موخه ترسره شوې، او د کمیټې د رهبري
مقام له لوري هر اړخیزې لارښوونې صادرې شوې.