rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



په کابل ښار کې د ۲۵۰۰ متر مکعب ظرفیت لرونکې د فاضلابو تصفیې خانو جوړول

1404-07-28


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د چاپېریال ساتنې، د ځمکنيو اوبو د ککړتیا مخنیوي او د کابل ښاریانو د فاضلابو مدیریت ستونزو د حل په موخه، پلان لري چې یو د ۲۵۰۰ متر مکعب ظرفیت لرونکی د فاضلابو تصفیې خانو، د فاضلابو د ټانکرونو لپاره، د کابل ښار په ګلباغ سیمه کې د ۵۰ جریبه ځمکې په مساحت جوړ کړي.

محترم مولوي غلام الرحمن کظیم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د محترم انجنیر فایق الله جمال د فاضلابو چارو تنظیم رئیس او د تخنیکي انجینرانو ټیم په ملتیا د یادې سیمې د لیدنې پر مهال وویل: "د ټانکرونو لپاره د دې ډول تصفیې خونو جوړول د کابل د ښاریانو له اساسي اړتیاوو څخه دي. نوموړي زیاته کړه چې: د دې تصفیه خاني په جوړېدو سره به د کابل ښار لویدیځ او جنوب لویدیځ اوسېدونکو ته د فاضلابو د انتقال ستونزې حل شي.

په دوام کې، محترم انجنیر فایق الله جمال د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب امارتي شرکت د فاضلابو چارو رئیس د چاپېریالي موضوعاتو او تخنیکي اړخونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د دې تصفیه خوني د سروې او ډيزاین چارې به د شرکت د انجنیرانو له خوا ډېر ژر پیل شي.