rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د شرکت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کال د دوو لومړیو ربعو په تړاو

1404-08-07


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او کړنو د ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو د لوی ریاست له‌خوا د اوبو رسولو ریاست په مقر کې غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست مقام او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د شرکت د عمومي وضعیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل: د اوبو رسولو شرکت له فتحې مخکې د دندې د غفلتونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو له نېکه ‌مرغه په تېر څو کلونو کې دغه ستونزې یوه په بل پسې له منځه تللې او اوس د حل په حال کې دي.

اجرائیوي رئیس زیاته کړه: د تېر او روان کال د لومړۍ او دویمې ربعې د ارزونې له مخې، د شرکت وضعیت د پام وړ ښه شوی، او ان‌شاءالله د مسئولینو د دوامدارو هڅو او نه ستړې کېدونکو کوښښونو په برکت به د هېواد ښاریان په نږدې راتلونکي کې د اوبو رسونې د خدمتونو د پراختیا، کیفیت او کمیت د ښه والي څرګند بدلون احساس کړي.

وروسته، محترم ضیاءالحق همتي د شرکت مالي او حسابي رئیس، انجنیر عبدالمتین مطمئن تجارتي رئیس، انجنیر نصیر احمد احمدي عملیاتي رئیس او د تخنیکي ریاست سرپرست او انجنیر فایق‌الله جمال فاضلابو د چارو د تنظیم رئیس هر یو د خپل ریاست د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه په جلا پرزنتېشن کې غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، د امارتي شرکتونو لوی رئیس، محترم مولوي احمدجان بلال، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د امارتي شرکت د مسئولینو د کړنو، پلانونو او اغېزمن مدیریت ستاینه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست به د اوبو رسولو د خدمتونو د تطبیق او د فاضلابو د چارو د اغېزمن مدیریت په برخه کې له دې ریاست سره هر اړخیزه همکاري کوي.