rtl
1404-08-07
د مسلکي او وړ کسانو د ټاکلو په موخه، د اوبو
رسولو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د کندز زون د اوبو رسولو تخنیکي آمریت او د کابل
زون د اوبو رسولو محاسبې مدیر د بستونو لپاره د آزادې سیالۍ په بڼه ازموینه ترسره
کړه.
دغه ازموینه د عملیاتي چارو رئیس محترم انجنیر
نصیر احمد احمدي، د اداري چارو رئیس محترم شیخ سمیعالله نورستاني او د امارتي
شرکتونو لوی ریاست د محترم استازي په حضور کې د ازموینو د کمېټې تر څارنې لاندې
ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې په دې دور کې له ۱۵ مستحق کسانو څخه
زیاتو ګډون کړی و، چې د تحریري او شفاهي ازموینې له بشپړیدو وروسته به له دوی څخه
دوه کسان په یادو بستونو کې په دنده وګومارل شي.