rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د یون...



د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د یونیسف د اوبو څانګې له استازي سره وکتل

1404-08-14


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د یونیسف دفتر د اوبو او چاپېریال مسؤل ښاغلي شیوا سینګ سره وکتل.

دغه ناسته چې د شرکت د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په حضور کې ترسره شوه، پکې د هېواد د خلکو لپاره د اوبو رسولو د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

په پیل کې د شرکت اجرائیوي رئیس د یونیسف د محترم دفتر له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: « زموږ هدف خلکو ته خدمت دی، او د شرکت ټول مسؤلین د هغو ټولو همکارانو له هڅو منندوی دي چې د هېواد خلکو ته د اوبو رسولو او د فاضلابو د چارو په مدیریت کې زموږ سره همکاري کوي.»

وروسته، د یونیسف د اوبو او چاپېریال مدیر، ښاغلي شیوا ناراین سینګ د خصوصي سکتورونو سره د مشارکتي همکاریو په اهمیت ټینګار وکړ او وعده یې وکړه چې د یونیسف همکاري له شرکت سره دوامداره ده او په راتلونکي کې هم به دوام ولري.

په پای کې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ د چمتووالي څرګندونه وکړه، او د دې خبرې پر ټینګار سره چې دغه پروسه باید ژر پرمخ لاړه شي، پرېکړه وشوه چې ژر تر ژره راتلونکې غونډې د دواړو خواوو د اهدافو د تحقق لپاره، چې د هېواد خلکو ته د اوبو رسولو چمتو کول دي، ترسره شي.