rtl
1404-08-13
د افغانستان اسلامي امارت
د محترم ریاستالوزراء مقام د حکم پر اساس، محترم انجنیر نديالله نیازی د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تخنیکي رئیس په توګه وټاکل
شو.
په همدې موخه، یو لړ رسمي
مراسم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د غونډو تالار کې
ترسره شول، چې پکې د شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي غلامالرحمن کظیم، د ساختماني
موادو د تولید امارتي شرکت اجرائیوي رئیس محترم انجنیر نعمتالله احمدي، د امارتي
شرکتونو لوی ریاست استازو، د شرکت مرکزي رئیسانو او ګڼ شمېر کارکوونکو حضور درلود.
په پیل کې محترم انجنیر
نعمتالله احمدي د اسلام له لیدلوري د مسئولیت او امانت ارزښت بیان کړ او زیاته یې
کړه:
«اسلامي امارت د
افغانستان په پرمختګ او ودې کې په خورا لنډ وخت کې داسې سترې لاسته راوړنې ترلاسه
کړي، چې پخواني حکومتونو یې په کلونو کې نهتوانېدل ترلاسه کړي.»
وروسته محترم مولوي غلامالرحمن کظیم د شرکت
اجرائیوي رئیس د ریاستالوزراء محترم مقام د پرځای ټاکنې ستاینه وکړه، د محترم
انجنیر نديالله نیازی د تخنیکي رئیس او د محترم وحیدالله همدرد د تدارکاتو آمر په
توګه د ټاکل کېدو مبارکي یې ورکړه.
هغه څرګنده کړه چې د
متخصصو او مسلکي کسانو شتون د ادارې د اهدافو او لیدلوري د تحقق لپاره ډېر ارزښت
لري.
اجرائیوي رئیس همداراز وویل
چې تبدیلي په ادارو کې یو مهم اصل دی او مسئولیتونه د ملت له لوري یوه امانت ګڼل کېږي.
هغه د انجنیر نديالله نیازی
د پخوانیو دندو، لاسته راوړنو او هڅو ستاینه وکړه، په ځانګړې توګه د هغه خدمتونه د
جلالآباد زون اوبو رسولو رئیس او د ننگرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د تجارتي
رئیس په توګه، او د نوي ټاکل شوو مسؤلینو د لا زیاتو بریاوو هیله یې څرګنده کړه.
وروسته د امارتي شرکتونو
د لوی ریاست استازي ښاغلي انجنیر حسن احمدي د تخنیکي رئیس او تدارکاتو آمر د تقرر
حکم ولوست، او دواړو مسؤلینو ته یې مبارکي ورکړه او د لا زیاتو بریاوو غوښتنه یې
وکړه.
په پای کې محترم انجنیر
نديالله نیازی د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تخنیکي رئیس په توګه، د ریاستالوزراء محترم
مقام، د امارتي شرکتونو لوی ریاست او د شرکت اجرائیوي ریاست له باور او اعتماد څخه
مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ادارې د چارو د لا ښهوالي، انسجام او پرمختګ په
موخه به له هیڅ هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي.