rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

1404-08-23


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د ښاغلي قاضي نعیم‌الدین عمر، د مدیره پلاوي رئیس، په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد، ښار جوړونې او استوګنې وزارتونو، او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازو په ګډون، د شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کاظم او د ښاری اوبو رسولو د مرکزي رئیسانو په حضور، د یاد ریاست په مقر کې تر سره شوه

په پیل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کاظم، د مدیره پلاوي رئیس او غړو ته ښه راغلاست ووایل او د شرکت د اوبو سرچینو په اړه، په ځانګړي ډول د پنجشیر له سیند، د شاه او عروس له بندونو او د شاه‌توت له زیرمې څخه د اوبو د انتقال او وېش په اړه، تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د مدیره پلاوي له غړو څخه د شرکت د پروګرامونو او ستراتیژیکو پلانونو د پلي کولو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته، د سوداګریزو چارو رئیس ښاغلي عبدالمتین مطمئن، د شرکت  مالي او حسابي رئیس ښاغلي ضیاءالحق همتي او د کابل زون د اوبو رسولو رئیس ښاغلي شفیع‌الله زاهدی د اجنډا اړوند موضوعات وړاندې کړل، چې پکې شامل وو: د شرکت د بازارموندنې پلان، د ۱۴۰۴ لمریز مالي کال د لومړۍ او دویمې ربعي د تطبیق راپور، د کابل ښار د منځ‌مهاله پروژې د (۵۰۰۰) متر مکعبه زېرمه د ساتنې لپاره د پرسونل ګمارنه، او د شرکت د بانکي حسابونو منظمول اړه بحث او د نظرونو تبادلې ترڅنګ د مدیره پلاوي له لورې اړین تصمیمونه ونیول شول.

په پای کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي قاضي نعیم‌الدین عمر د مسؤلینو د اغېزناکو کړنو او د شرکت د رهبري د نوښتګرو لاسته راوړنو څخه چې موخه یې د اوبو رسولو د خدمتونو پیاوړتیا، د شبکو پراختیا، او د پاکو اوبو د تولید او وېش زیاتوالی دی، مننه او ستاینه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه چې د مدیره پلاوي غړي به د شرکت د موخو د تحقق لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.