rtl
1404-09-02
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس، محترم مولوي غلامالرحمن کظیم، د عملیاتي چارو رئیس، محترم انجنیر نصیر
احمد احمدي او د تخنیکي چارو رئیس، محترم انجنیر نديالله نیازی په ملتیا د لوګر ولایت
د اوبو رسولو آمریت څخه لیدنه ترسره کړه.
اجرائیوي رئیس او مل پلاوي د لوګر ښار د
اوبو رسولو له تأسیساتو، اوبیزو سرچینو او شبکو څخه کتنه ترسره کړه او د دغو مهمو تأسیساتو
د اغېزمنې کارونې، ساتنې او پر وخت څارنې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
د لیدنې په ترڅ کې اجرائیوي رئیس، محترم
مولوي غلامالرحمن کظیم د یاد آمریت د کارکوونکو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې
او یادونه یې وکړه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د خپلو شبکو د پراختیا
لپاره جدي ژمنتیا لري او ډېر ژر به د لوګر ښار ټولې سیمې د اوبو رسولو خدماتو تر پوښښ
لاندې راولي.
په پای کې، د عملیاتي چارو رئیس، محترم
نصیر احمد احمدي او د تخنیکي چارو رئیس، محترم انجنیر نديالله نیازی د لوګر د اوبو
رسولو آمریت کارکوونکو ته اړینې لارښونې وکړې. د دندو او مسوولیتونو د تشریح تر څنګ،
یې د مسؤولیتپذیرۍ، دندو کې د هڅې او صداقت ټینګار وکړ او دا یې د شرکت د خدمتونو
بنسټیز اصول وبلل.