rtl
1404-09-05
د سره صلیب نړیوالې کمیټې
په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو له امارتي شرکت سره په ګډه ۲۵
پروژې ترسره کړې. په دغو پروژو کې د قندهار، هرات، جلال اباد، بدخشان، کندز،
پروان، خوست او مزار شریف په ولایتونو کې د اوبو د فټینګ او مېټرونو برابرول، د اوبو
د تولید او وېش د سرچینو سولري کول، د شبکو پراختیا، او د شبکو د ساتنې، څارنې او
ترمیم په برخه کې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول شامل وو.
په دې غونډې کې چې د ۲۰۲۵
کال په ترڅ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي
شرکت ترمنځ د همکاریو د بیا کتنې او په ۲۰۲۶ کال کې د دغو همکاریو د دوام په موخه
جوړه شوې وه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي
غلام الرحمن کظیم د دغې موسسې له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د لا زیاتو مرستو
پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د سره صلیب نړیوالې کمیټې د اوبو او
استوګنې څانګې همغږې کوونکې آغلې وېرونیک وېبر د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت سره د دغه بنسټ د همکاریو درې میاشتنی راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه:
د سره صلیب نړیواله کمیټه تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده، او په ۲۰۲۶ کال
کې یې د اوبو رسولو په برخه کې له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره د
لا ډېرو همکاریو پروګرامونه په پام کې نیولي دي.
د غونډې په پای کې پرېکړه
وشوه چې د غوره خدماتو وړاندې کولو او د اوبو رسولو شبکو پراختیا په موخه، د اوبو
رسولو ټول لومړني پلانونه او طرحې چمتو او اجرائیوي پرېکړې په راتلونکې غونډه کې
ونیول شي.