rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د شرکت اجرائیوي رئیس: ستونزې په شمېرلو ډېرېږ...



د شرکت اجرائیوي رئیس: ستونزې په شمېرلو ډېرېږي، خو په سم او دقیق تحلیل سره حل کېدلای شي.

1404-09-05


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت رهبرۍ مقام ته، د هیوادوالو لپاره د اوبو رسولو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د اوبو رسولو شپږو زونونو رئیسانو (د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست په ګډون) د خپلو کړنو، لاسته راوړنو، وړاندیزونو، نظریاتو، ستونزو او ننګونو په اړه د راپور ورکولو غونډه، د مرکزي رئیسانو په شتون کې په آنلاین بڼه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د اوبو رسولو زونونو د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، د یخنۍ په موسم کې هیوادوالو ته د اوبو رسولو خدماتو تنظیمولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "ستونزې هر وخت شتون لري او په شمېرلو ډېرېږي، خو په سم او دقیق تحلیل سره یې باید د وتلو لارې ولټول شي!"

په دوام کې، د اوبو رسولو زونونو رئیسانو (کابل، هرات، کندهار، جلال آباد، کندز، مزار شریف او د زرنج ښار اوبو رسولو ریاست) د اجنډا سره سم موضوعات لکه د اوبو په تولید او ویش کې د لمریزې (شمسي) انرژۍ کارول، د پورونو راټولولو او عوایدو زیاتوالي څرنګوالی، د شبکو پراختیا، تبادله او ترمیم، د ترانسپورتي چارو تنظیم، د مسلکي کادرونو جذب، د اوبو سرچینو زیاتوالی، او د شرکت قراردادونه غونډې ته وړاندې کړل او د خپلو وړاندیزونو او نظریاتو ترڅنګ یې د شرکت له رهبرۍ مقام څخه د خپلو ستونزو او ننګونو د حل لپاره لازمې لارښوونې وغوښتلې.

په پای کې، په غونډه کې د حاضرینو لخوا د هر اړخیز بحث او نظریاتو تبادلې وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول او د شرکت د رهبرۍ مقام له لورې اړینې لارښوونې وړاندې شوې.