rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجر...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ملګرو ملتونو له استازي سره وکتل

1404-09-11


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر (UNOPS) د اوبو پروژو له مسؤل ښاغلي کریسټین دورفل سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې کتنه کې، د (UNOPS) دفتر استازي د یاد سازمان له لوري د اوبو رسولو په موخه د کابل ښار د ټولو سیمو د ارزونې خبر ورکړ او زیاته یې کړه: د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر به په دریو برخو کې ارزونه وکړي، چې په دې کې ټول کابل ښار ته د اوبو رسولو څرنګوالی، اوبو رسولو خصوصي شرکتونه، او د کابل ښار منځمهاله پروژه (MTP1) شامل دي؛ له همدې امله، په دې ارزونه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت بنسټیزه ونډه لري؛ او ټولې د اوبو رسولو پروژې چې د ملګرو ملتونو لخوا پلي کیږي، د دې ریاست له لارې او یا به یې تر نظارت لاندې ترسره کیږي.

په دوام یې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، په ځانګړې توګه د اوبو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو له پریکړو او همکاریو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل: د کابل ښار د ټولو سیمو تر پوښښ لاندې راوستل او د اوبو ویشلو ساعتونو زیاتوالی د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لومړیتوبونو څخه دي او مقدماتي کارونه لکه د کابل ښار سروې او ډیزاین به ډیر ژر بشپړ شي او شرکت یې د عملي کارونو پلي کولو ته چمتو دی.

اجرائیوي رئیس زیاته کړه: ټولو هیوادوالو ته د اوبو رسول زموږ مسؤلیت دی او موږ یوازې په کابل کې نه، بلکې د هیواد په ډیری ښارونو کې د اوبو رسولو ګڼې پروژې په لاس کې لرو چې د تمویل کوونکو بنسټونو په همکارۍ د پلي کیدو وړ دي.

په پای کې پریکړه وشوه چې د اوبو رسولو پروژو یو شمیر تخنیکي اسناد د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري یاد سازمان ته وسپارل شي ترڅو له بیا کتنې وروسته یې د پلي کولو په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شي.