rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د څلورو بستونو رقابتي ازموینه ترسره شوه

1404-09-10


د شفافیت رامنځته کولو، اهل کار ته د کار سپارلو او د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کې د څلورو بستونو د ازموینې پروسه د شرکت د اداري رئیس او د ازموینو مؤظفې کمیټې په شتون کې ترسره شوه.

په دې ازموینه کې چې له ۲۵ زیاتو د شرایطو پوره کوونکو ګډون کړی و، د مزار شریف زون د اوبو رسولو ریاست په لاندې بستونو کې له یو بل سره سیالي وکړه: د مالي او محاسبې آمریت، تجارتي آمریت، د فاضلابو چارو ډیزاین انجنیري او د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت.

ټاکل شوې ده چې د تحریري او تقریري ازموینې له ورکولو وروسته، څلور تنه وړ او مجرب کسان د ازموینو د مؤظفې کمیټې له لورې په یادو بستونو کې په دنده وګمارل شي.

د یادونې وړ ده چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ټول خالي بستونه د شرکت د رسمي وېبپاڼې https://uwass.gov.af/ او د ټولنیزو رسنیو د کارموندنې پاڼو له لارې خپرېږي.